د غور او پکتیکا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۴:۱۹
.

د غور او پکتیکا ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ناستې ددغه هیئت د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د ځمکې د غصب د مخنیوي او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شوو.

د غور ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې ددغه ولایت په مرکز کې د هریرود سیند د فرعي حوزې ۱۱ جریبه د ځمکې ساحې بحث او بررسي لاندې ونیول شوې. د سیندونو فرعي حوزې ریاست د ادعا او د ښاروالۍ تایید ته په کتلو سره، یاده ځمکه د وخت ښاروالۍ لخوا خلکو ته وویشل شوې ده. یاد هیئت پریکړه وکړه چې د هغو اشخاصو پر وړاندې چې ځمکه یې په تصرف کې ده، دعوا اقامه او د عدلیې ریاست له لارې تعقیب شي.

په دغې ناسته کې، د فیروز کوه ښار اړوند پشته آقا بای کې د معلمینو د ښارګوټي ځمکې په اړه هم بحث وشو او موضوع د هوا حالاتو مناسب کېدلو پورې وځنډول شوه.

.

دغې ناسته کې د تېلو د یو ټانک د ځمکې او ۱۵ جریبه وقفي ځمکې په اړه چې ادعا کیږي د یو شخص لخوا غصب شوې، بحث او د نظر تبادله وشوه او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شوو. ځايي خلک هم غونډې ته حاضر شوو او شهادت یې ورکړ چې یاده ځمکه وقفي او هدیره ده.

په همدې حال کې، د پکتیکا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د مهمو موضوعاتو په اړه پکې بحث او لازم تصمیمونه ونیول شوو.

دغه راز یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې یو شمېر خلک د راتلونکي ورځ غونډې ته وغوښتل شي ترڅو د هغوی سندونه د تخنیکي هیئت بررسۍ لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS