د جوزجان او غزني ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ - ۱۵:۳۵
.

د جوزجان او غزني ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او دغو ولایتونو کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات هم ترسره شول.

د جوزجان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د ولایت د مرکز او د خواجه دوه کوه او قوشتپه ولسوالیو ترمنځ د عامه مرعی ځمکې په اړه د هیئت راپور بررسي شو او پریکړه وشوه چې څېړنې بشپړې نه دي او باید ژر تر ژره بشپړې شي.

په دغې ناسته کې، د بابه علي کلي د نواقلو عریضې هم بررسي شوې او ددغه هیئت سکرتریت موظف شو چې موضوع بررسي کړي او د سندونو او معلوماتو له راټولولو څخه وروسته خپل راپور هیئت ته وړاندې کړي.

دغه راز په یاده ناسته کې، د F پروژې د سړک په مسیر کې د افغان ګاز تصدۍ د غصب شوې ځمکې په اړه د مرکزي کمېسیون لیک بررسي شو او تصدۍ او د یادې ځمکې متصرفینو له پاره معلوماتي استعلام ولیکل شو. یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې د معلوماتو له راټولولو څخه وروسته، هیئت سندونه له ساحې سره تطبیق کړي.

یاد هیئت د یو شمېر اشخاصو عریضې د ښاروالۍ او د هغوی تر منازعې لاندې د یو مارکېټ په اړه بررسي کړې او ددغه ولایت ښاروالۍ ته استعلام ترتیب ورکړ. یاد هیئت ددغه هیئت سکرتریت ته دنده وسپارله چې موضوع د ښاروالۍ په همکارۍ په بشپړ دقت سره بررسي کړي.

په یاده ناسته کې د دالي مهاجر، ینګي اریغ، چوباش، قزلیاق، بابه علی او سه شنبه کلیو د اوسیدونکو عریضې هم بررسي شي او د کرنې ریاست ته دنده وسپارل شوه چې اړوند سندونه راټول کړي او د څېړنو له بشپړولو څخه وروسته خپل راپور هيئت ته وړاندې کړي.

.

په همدې حال کې، د غزني ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس  او غړو په حضور سره جوړه شوه او د مهمو موضوعاتو په اړه پکښې بحث او د نظر تبادله وشوه او ددغه هیئت غړو خپل نظرونه هم دغې برخه کې وړاندې کړل.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS