د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون غونډه جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۰:۲۳

د ځمکې د غصب د مخنيوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسيون ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رجب المرجب د مياشتې په ۷ نېټه د يکشنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست او ددغه کمېسيون د ریيس شیخ الحديث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په ياده ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د لوی څارنوالۍ سرپرست مولوي شمس الدين شريعتي، ملا عبدالولي څارنوال حاجي وارث، د چارو د ادارې لوي رييس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور،د کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد بلوچ‏ ،د سترې محکمې د دارالانشاء رييس مفتي عبدالرشيد،د اختصاصي محکمې ریيس او د يادې محکمې قاضي، مفتي او محرر‌، د امارت د قضاياو لوی رييس،  د ياد کميسيون سکرتر او نورو مسوولينو ګډون درلود.

په ياده ناسته کې د غصب شوو امارتي ځمکو د اجارې ورکوونې د لايحې، د کمېسيون د غونډو د کړنلارې، د کابل د ځينو ښارګوټو، ‏د بدخشان او بغلان ولايتونو اړوند د ځينو املاکو  په اړه بحث او خبرې وشوې، چې د کمېسيون لخوا د اړوندو موضوعاتو په تړاو لازمې پريکړې ونیول شوې.

دغه راز د کميسيون د ولايتي تخنيکي هيئتونو د ستونزو او ننګونو په اړه  بحث او خبرې وشوې او د ستونزو د حل په موخه يې لازم تصميمونه ونیول شول.

ياده ناسته په دعاء سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS