پنجشیر ولایت کې ۱۲۷ جریبه ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۵:۱۶
.

د پنجشیر ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت عنابه ولسوالۍ ته ولاړ او۱۲۷ جریبه ځمکه يې په دغې ولسوالۍ کې تثبیت او تشخیص کړه.

یاد هیئت د زمانکورکلې قلعه میران شاه کې غصب شوې نمرې بررسي کړې او ۳۲ جریبه ځمکه يې د هغو د مالکینو په حضور سره اسکیچ، مساحت او حدود يې تعیین کړل. ددغې ساحې پاتې سپینې نمرې تر غصب لاندې دي.

.

په همدې حال کې، د بدخشان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت جرم ولسوالۍ ته سفر وکړ او له اوسیدونکو سره یې وکتل.

 هیئت ددغې ولسوالۍ له اوسیدونکو سره د دهسنګان دښتې او یباب دښتې د سروې او تثبیت په اړه خبرې وکړې او د کادستر د سروې ټیم کار په یاده سیمه کې پیل شو.

.

پر دې سربېره د دایکندي ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې پريکړه وشوه چې ددغه ولایت په لومړۍ ناحیه کې درې قطعې لاس نه خوړل شوې ځمکې راپور چې ۳۷۰ جریبه رانغاړي او امارتي تثبیت شوې کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز یاد هیئت د کار له پیل څخه تر دې دمه د تخنیکي هیئت ناستو کې د امنیه قوماندانۍ د مرستیال د عدم اشتراک په اړه، له مرکزي کمېسیون څخه لارښوونه وغوښتله.

دغه راز هیئت پریکړه وکړه چې د پولیسو د ځانګړې قطعې د جوړولو د لیک په اړه په رسمي ډول امنیه قوماندانۍ ته خبر ورکړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS