د نورستان او لوګر ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۴:۴۸
.

د نورستان او لوګر ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په ګډون جوړې شوې.

د نورستان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت دوآب ولسوالۍ ته ولاړ او ددغې ولسوالۍ له ولسوال سره یې وکتل.

یاد هیئت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت مقرره نوموړي ته تشریح کړه او د دوآب ولسوال له هیئت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

.

پر دې سربېره، د لوګر ولایت تخنیکي هیئت د استیناف محکمې او اختصاصي محکمې له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د هیئت چارې به په ګډ ډول پرمخ یوړل شي او اړوند معلومات یې په منظم ډول شریک کړل شي ترڅو کارونه له ننګونو سره مخ نه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS