د کندهار، لغمان او پکتیکا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۴:۲۲
.

د کندهار، لغمان او پکتیکا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو به حضور سره جوړې شوې او یادو ولایتونو کې له ځینو غصب شوو سیمو څخه هم لیدنه وشوه.

د کندهار ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د هغو غصب شوو ځمکو په اړه چې بڼونه او نور تاسیسات پکې جوړ شوي دي د کرنې د وزارت د لارښوونې د عملي کولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

دغه راز په یاده ناسته کې، د صنعتي پارک او د موضوع د بررسۍ له پاره د یو ګروپ تعیین او راتلونکې غونډې ته موضوع د اړوندو کوچیانو د استازو غوښتل او په محکمو کې تر دوران لاندې د دوسیو په اړه، بحث وشو.

.

په همدې حال کې،  د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې، د علینګار ولسوالۍ پروايي سیمه کې د ۴۷۷.۵۳ جریبه ځمکې په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

دغه هیئت د یادې سیمې له خلکو سره هم وکتل او د عارضینو نظریات يې واوریدل او له هغوی څخه یې قانوني سندونه وغوښتل. یادو اوسیدونکو سندونه نه درولودل او ادعای درلودله چې دغه ځمکه د هغوی څړځای دی. یاد شوي هیئت له محکمې څخه د خاصه مرعی په اړه فتوا وغوښتله.

.

پر دې سربېره، د پکتیکا ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، د راتلونکي ورځ پلان جوړ شو او هم د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS