پکتیکا ولایت کې له ۱۱۰۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۳:۴۹
.

د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت یوسف خیل ولسوالۍ ته سفر وکړ او هیئت ددغې ولسوالۍ له الله اکبر دښتې څخه چې مساحت يې ۱۱۲۳۵.۷ جریبه کیږي لیدنه او بررسي وکړه.

یاده ځمکه له پخوا څخه تر بررسۍ لاندې وه اوس د هیئت لخوا امارتي تثبیت او تصفیه شوه. یاده سیمه کې نوي تصرفات په مطلق ډول بند شول او یادې ځمګې د غاصبینو له منګولو څخه آزاده شوې.

.

په همدې حال کې، د بدخشان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د فیض آباد ښار اوومې ناحیې اړوند له صمتي کلي څخه لیدنه وکړه او د یاد کلي له اوسیدونکو سره یې وکتل.

د کلي اوسیدونکو له هیئت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او د یاد کلي د امارتي ځمکو او غیر شرعي سند لرونکو شخصي ځمکو په اړه یې لازم اطلاعات وړاندې کړل. هغوی وویل چې سیمه کې امارتي ځمکې ثابتې دي او غصب شوې ځمکې، هم مخکې استرداد شوي دي.

ددغه کلي اوسیدونکو ته استعلام ورکړل شو ترڅو د تصرف شوو ځمکو په اړه معلومات وړاندې کړي او د کادستر ټیم ته هم لارښوونه وشوه چې ترڅو سیمې بررسي او راپور یې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS