غزني ولایت کې له ۹۵۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه
د غزني ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت دغه ولایت کې ۹۵۹۲ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه وژغورله. یاده ځمکه کې ۳ قطعې شاملې دي او د غزني ولایت د مرکز په کیوان سیمه کې موقعیت لري.
په دغه ترتیب سره یاد ولایت کې امارتي تثبیت شوې او له غصب څخه د آزاده شوې ځمکې مجموعه ۶۱ زره او ۳۶۲ جریبه ځمکې ته رسیدلې ده. پر دې سربېره ددغه ولایت په مرکز د کیوان سیمې ۳۲ ګڼې قطعه کې د خلکو لخوا ۸۱۶۲ جریبه نوره ځمکه غصب شوې ده.
په همدې حال کې، د پنجشیر ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د عنابه ولسوالۍ په مقر کې ددغه هیئت د رییس او غړو، د عنابه ولسوال او ددغې ولسوالۍ د اوسیدونکو په حضور سره جوړه شوه.
هیئت ځايي خلکو ته د تخنیکي هیئت د کړنو او د هغه د موخو په اړه معلومات ورکړل او له خلکو څخه یې د غصب شوو ځمکو د استرداد پروسه کې د همکارۍ غوښتونکی شو. د عنابه ولسوالۍ اوسیدونکو ژمنه وکړه چې له هیئت سره همکاري کوي.
دغې ناسته کې، پریکړه وشوه چې هیئت د غصب شوو ځمکو د تثبیت او تشخیص له پاره د عنابه ولسوالۍ له سیمو څخه لیدنه وکړي.
پر دې سربېره، د غور ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او فیروز کوه مرکز کې د تېلو د ټانک ځمکې او د یو شخص د هستوګنۍ د ښارګوټي د ځمکې دسندونو د بررسۍ په اړه پکې بحث وشو.
دغې ناسته کې، د ځمکې د غصب اړوند قضیو ته په عادلانه توګه له اړوند قانون او مقررو سره سم په رسیده ګۍ ټینګار وشو او پریکړه وشوه چې هیئت د تېلو د ټانک ځمکه او د یاد کور ځمکه له نږدي وګوري او بررسي کړي او له ښاري نقشو سره يې تطبیق کړي ترڅو په اړه يې تصمیم ونیول شي.
