د درېو ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۲:۲
.

د بادغیس، پکتیکا او میدان وردک ولایتونو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناسته د دوو تېرو ورځو په ترڅ کې د یادو هیئتونو د رییس او غړو په حضور سره جوړې شوې او هم دغو ولایتونو کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.

د بادغیس ولایت دتخنیکي هیئت ددغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه او د یادې ولسوالۍ له سیمه ییزو مسوولینو او مشرانو سره وکتل. یاد هیئت، د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون او مقررې موخه هغوی ته بیان وکړه او دغې برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو.

دغه هیئت د کوتل خاکي سیمې ته چې د مقر ولسوالۍ او بوم درې تر منځ موقعیت لري، ولاړ او غصب شوې عامه ځمکې او څړځایونه يې له نږدې ولیدل. یاده شوې سیمه ډېره پراخه ده چې لسګونه زره جریبه ځمکه پکې شامله ده. د یادې ځمکې ځینې برخې د یو شمېر اشخاصو د مالکیت ادعا لاندې ده.

.

په همدې حال کې، د پکتیکا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو او د پکتیکا د والي د مرستیال په حضور سره جوړه شو.

دغې ناسته کې، د پکتیکا ولایت د والي مرستیال د تخنیکي هیئت کړنې وستایلې او له دغه هیئت سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

هیئت د اومنه ولسوالۍ د زواکي او ګیناوي له مشرانو سره چې یوه قطعه ځمکې یې خپل منځ کې ویشلې وه، وکتل او له هغوی څخه یې شرعي سندونه وغوښتل. دغه راز  هیئت هغوی ته استعلام ورکړل ترڅو ځواب یې هیئت ته وسپاري.

دغه راز یاد هیئت د ارګون ولسوالۍ له خلکو سره چې جلب شوي وو. وکتل او له هغوی څخه د ارګون ګمرک وړاندې د ودانۍ په اړه سندونه وغوښتل او موضوع د لا زیات تفکیک له پاره عدليې ریاست ته راجع شوه.

هیئت د یو شمېر اشخاصو عریضې هم تر بررسۍ لاندې ونیولې او یو شمېر عارضین راتلونکې غونډې ته وغوښتل شول.

.

پر دې سربېره، د میدان وردک ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې پریکړه وشوه چې په میدان ښار کې د شهرنو پروژه چې ۵۸۰ جریبه ځمکه یې غصب شوې او د هغو دوسیه د امارت د قضایاو لخوا سترې محکمې ته راجع شوې، په جدي توګه بررسي شي.

دغه راز پریکړه وشوه چې په ولسوالیو کې هم د تخنیکي هیئت کمېټه په همکار ډول رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS