کندز ولایت کې ۱۹۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۱:۲۰
.

د کندز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د علي آباد ولسوالۍ د ځینو سیمو د ځمکو سندونه تر بررسۍ لاندې ونیول او یادو سیمو کې امارتي ځمکې تثبیت کړې.

دغه هیئت، د کندز ولایت د چیپ آمر لطیف، غجک سای او د علي آباد ولسوالۍ سړک نه پورته حاجي حسین قرلق کلیو کې له ۱۹۰۰ جریبو څخه د زیاتو ځمکو سندونه تر بررسۍ لاندې ونیول.

یاد هیئت، د بررسۍ لاندې ځمکو له جملې څخه نږدې ۵۲۶ جریبه ځمکه د چیپ آمر لطیف سیمه کې، له ۳۰۰ جریبو څخه زیاته په غجک سای سیمه کې او ۱۰۷۴ جریبه ځمکه د علي آباد ولسوالۍ سړک نه پورته د حاجي حسین قرلق کلي کې امارتي، تثبیت کړه.

دغه راز هیئت له ولسوال، امنیه قوماندان او د کلیو له مشرانو سره وکتل او د ځمکې د غصب د مخنیوي او اړونده مقررې په اړه معلومات وړاندې کړل. یاد هیئت سیمې له نږدې ولیدله او پر امارتي ځمکو جوړ شوي دیوالونه يې ویجاړ کړل.

.

په همدې حال کې، د دایکندي ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د زنبور خان کلي د معلمینو د ښارګوټي د راپور جوړولو او کمېسیون ته يې د استولو په اړه پریکړه وشوه.

په دغې ناسته کې، د چو، ګرګ کشته او سل بستره روغتون تر شا د ځمکو په اړه د لا زیاتو څیړنو په اړه او د موظف هيئت لخوا د ښاروالۍ پلان کې د سیمو پر مشخصولو پریکړه وشوه.

دغه راز یاده ناسته کې، رمکک کلي کې درې قطعې ځمکه تر بررسۍ لاندې ونیول شوه او د تخنیکي هیئت په راتلونکو غونډو کې د امنیه قوماندانۍ د استازي پر حضور ټینګار وشو.

.

پر دې سربېره، د بغلان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د پلخمري ښار له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه او امارتي ځمکې يې تثبیت کړي.

یاد هیئت د پلخمري په جنوب کې شمرق سیمې ته ولاړ او هغه ځمکې چې کلونه مخکې د زورواکو لخوا غصب شوې او تاسیسات يې پرې جوړ کړي دي، وپېژندلې. یاد هیئت غاصبینو ته استعلام ورکړ او له هغوی څخه يې سندونه وغوښتل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS