د مدافع وکیلانو د داخلې آزموینې له پاره د نوم لیکنې بهیر د پيل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

hakeem_admin
.

د دفاع وکالت د جواز لیک غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د دفاع وکالت د داخلې آزموینې له پاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۱ کال د مرغومي میاشت په ۲۰ نېټه چې د ۱۴۴۴ کال د جمادي الثاني میاشت له ۱۷ نېټې سره سمون خوري، پیلیږي او هغه غوښتونکي چې د خپل غوښتنلیک له مخې د دفاع وکالت داخلې آزموینه کې د برخې اخېستلو غوښتنه کړې مکلف دي چې ژر تر ژره د مدافع وکیلانو ریاست ته مراجعه وکړي او د آزموینې د غوښتنلیک د شمولیت فورمه ډکه کړي او ددغه ریاست اداري مدیریت ته وسپاري؛  بغیر له دې، هغوی نشي کولای آزموینه کې شامل شي.

د یادونې وړ ده:

۱-آزموینه کې د شمولیت د غوښتنلیک فورم بیه (۵۰۰) افغانۍ ده.

۲-که چېرې آزموینه کې د شمولیت غوښتونکي په هر دلیل ونشي کولای شخصاً د نوم لیکنې له پاره مراجعه وکړي؛ کولای شي د بل شخص پواسطه غوښتنلیک وړاندې او یاو د نوم لیکنې فورمه ډکه کړي.

۳-د نوم لیکنې او فورمې ډکولو له پاره وروستۍ نېټه د ۱۴۰۱ کال د مرغومي میاشت په ۲۶ نېټه چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د جمادي الثاني میاشت له ۲۳ نېټې سره سمون خورې، ټاکل شوې.

۴-د دفاع وکالت د داخلې آزموینې نېټه به وروسته اعلان شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

Back to announcements