د عدلیې وزارت سرپرست د غصب شویو ځمکو د سندونو پر دقیقې بررسۍ ټینګار وکړ

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۰:۵۸

د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني میاشت په ۱ نېټه د یکشنبې به ورځ د عدليې وزارت سرپرست او د ځمکې د غصب د مخنیوي او دغصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ ددغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت غړو په دغې ناسته کې ددغه هیئت د ترسره شوو فعالیتونو راپور د عدلیې وزارت له سرپرست سره شریک کړ.

د راپور پر اساس، دغه هیئت د ملاتره خیل، حاجي نبي (امید سبز)، ملاجاوید، طلايي او المصور ښارګوټو کې او د ګوسفند درې سیمه او د کابل چهار آسیاب کې غصب شوې سیمې تر بررسي لاندې نیولي دي. په دغې ناسته کې په یادو شوو سیمو کې د تصفيې بهیر پر پيل او یو لړ نور مهم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست د کابل ولایت د تخنیکي هیئت غړو ته د خپل خبرو په ترڅ کې هغوی ته په کار کې د اخلاص، قاطعیت او جدیت توصیه وکړه.

نوموړي وویل چې هیئت هغو سیمو کې کار ته لومړیتوب ورکړي، چې د خلکو چارې پرې تړلې او د هغو تصفیه ډېره اړینه ده.  دغه راز نوموړي د هیئت لخوا د سندونو دقیقه بررسي او له خلکو سره د هغوی نیک چلند په اړه ټینګار وکړ.

د عدلیې وزارت سرپرست د هیئت د غړو وړاندیزونه هم واوریدل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې کمېسیون به تل د هغوی چوپړ کې و اوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS