د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخیکي هیئتونو ناستې په ۴ ولایتونو کې جوړې شوې

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۳ - ۱۴:۴۳
.

د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د تخنیکي هیئتونو ناستې د تېرو درېو ورځو په ترڅ کې په پکتیال، هلمند، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې جوړې او په هغو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي له پاره یو لړ اقدامات ترسره شول.

د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې یو هیئت د سندونو د بررسۍ له پاره تعیین شو او د هیئت غړو هم د راتلونکې دوشنبې ورځ له پاره د عملي طرحې په اړه خپل نظرونه شریک کړل او یاد پلان جوړ شو.

.

د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت هم له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه.

هیئت د ناوې ولسوالۍ ګورګین سیمې ته ولاړ او سیمه یې له نږدې وکتله. دغه سیمه د کرنې ریاست د څېړنیز فارم اړوند ده او د بررسۍ په پایله کې مشخصه شوه چې د هغې ځینې برخې د زورواکو له خوا تصرف شوي دي.

دغه راز هیئت د بولان فارم له سیمې څخه چې د هغې ۳ جریبه غصب شوې لیدنه وکړه.

.

د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د فاریاب ولسوالۍ دولت آباد ولسوالۍ ته سفر وکړ او ددغې ولسوالۍ له ولسوال او سپین ږیرو سره يې وکتل  او له هغوی سره هر اړخیزه خبرې وکړې. په دغې لیدنه کې د ولسوالۍ او کلیو اوسیدونکو او مشرانو ته د امیرالمومنین حفظه الله فرمان ابلاغ شو.

هیئت د ترکمنستان هېواد سره ګډو پولو لرونکو سیمو له امارتي ځمکو څخه لیدنه وکړه او د ځمکو له غصب څخه يې مخنیوی وشو.

.

پر دې سربېره د سمنګان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او به هغې کې مخکنیو غونډو د تصاویبو او فعالیتونو په تکرار سره پریکړه وشوه چې د مصرفینو او بررسي شوو قطعو بشپړ لست د هغه د کمېت او کیفیت په ذکر سره د کمېسیون دارلانشا ته وړاندې شي.

دغه راز له سیمه ییزو ادارو سره په همغږۍ او له ایبک ښار څخه د عملي کار پر پیل پریکړه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS