د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ برنامې د شپږمې دورې د ازموینې له پاره د نوم لیکنې خبرتیا

hakeem_admin
.

د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د شرعیاتو او حقوقو د پوهنځیو او همدغه راز د دیني مدرسو هغو فارغانو ته چې د هغوی سندونه د لیسانس په سویه د اړوندو مراجعو له خوا تایید شوي وي، خبر ورکول کېږي چې:

د تقنیني ستاژ د برنامې د شپږمې دورې د ورودي ازموینې لپاره نوم لیکنه د ۱۴۰۱ هـ.ش کال د لېندۍ د میاشتې له ۱۵ نېټې څخه پیل او د ۱۴۰۱ هـ.ش کال د سلواغې د میاشتې تر ۱۵ نېټې پورې دوام کوي.

د اړتیا وړ سندونه:

  • په برنامه کې د شمولیت غوښتنلیک د فورمې بشپړول.
  • د تابیعت د تذکرې رنګه کاپي.
  • د لوړو زده کړو وزارت د تایید شوي دیپلوم او د نمرو ترانسکریپت رنګه کاپي.
  • څلور ۳/۴ عکسونه.

هغه داوطلب چې د شمولیت د غوښتنلیک د وړاندې کولو په وخت کې یې، د خپل فراغت دیپلوم نه وي اخیستی، کولای شي د خپل فراغت رسمي تصدیق د نمرو له ترانسکریپت سره د لوړو زده کړو وزارت په تایید سره د لوړو زده کړو له بنسټ څخه وړاندې کړي.

د ازموینې سرچينې:

  • عقیدة الطحاوی
  • مجلة الاحکام العدلیة (عمومي برخه)
  • د اسلام د جزا حقوق ( عمومي او اختصاصي)
  • د اسلام د حقوقو اساسات
  • د حقوقو د علم مبادي
  • عمومي بین المللي حقوق
  • د کورنۍ حقوق
  • د عمومي جزا حقوق
  • د وجایبو حقوق

یادښت:

  • محترم داوطلبان کولای شي د نوم لیکنې فورمه له لاندې لېنک څخه ترلاسه کړي.
  • محترم داوطلبان مکلف دي پورته یاد شوي سندونه په پلاستیکي دوسیه کې د اصول جوړونې او د علمي حقوقي څېړنو د چارو د انستیتوت د اصولو د مطالعې، تشریح او زده کړې دیپارتمنت ته وسپاري.
  • https://moj.gov.af/sites/default/files/f-s1401-p.pdf

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموینې لپاره د نوم‌لیکنې د مودې د تمدید په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د جواز ټولو متقاضیانو ته خبر ورکوي چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو او د لویو لارو د بندېدو له امله، د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینې . . .

Back to announcements