لغمان ولایت کې د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي کمېټې د درېیمه ناستې جوړېدل

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۳:۵۶
.

لغمان ولایت کې د ځمکې د غصب د مخنیوي  او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت د تخنیکي کمېټې  درېیمه  ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۲۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د کرنې رییس په مشرۍ او د عدلیې رییس او ددغې کمېټې د  نورو غړو په ګډون جوړه شوه.

دغې ناسته کې په وخت د اجرااتو، د کمېټې ناستو کې د حاضرېدو د پابندۍ او د غصب شوو ځمکو د تشخیص له پاره د پلان جوړولو په اړه خبرې او ددغې کمېټې غړو ته لازمې لارښوونې وشوې.

.

د کمېټې غړو هم د ناستې بحث اړوندې موضوع په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او پریکړه وشوه چې د کمېټې ناستې اوونۍ کې دوه ځلې ترسره شي او په یوې ناسته کې پلان جوړ شي او په راتلونکي ناسته کې پلان په عملي بڼه په سېمه کې تطبیق شي.

.

دغه راز پریکړه شوه د کادستر د برخې مسوولین د اوونۍ په دریو ورځو کې ددغه ولایت غصب شوې ځمکې تثبیت او تشخیص کړي او راپور یې کمېټې ته وړاندې کړي. د پوهاوي ورکوونې په اړه هم پریکړه وشوه چې په دغې برخه کې د امیرالمومنین حفظه الله فرمان د جوماتونو د منبرونو او د لغمان ولایت د ملي راډیو تلوېزیون له لارې خلکو ته واورول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS