د عدلیې وزارت استول شوي هیئت د فاریاب ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۰:۱۵
.

د عدلیې وزارت استول شوي هیئت ددغه وزارت د حقوقي مساعدتونو لوی رییس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ د شمال ولایتونو د عدلیې له ریاستونو څخه د لیدنې په لړ کې د ربیع الثاني میاشت په ۲۱ نېټه د چهارشنبې په ورځ د فاریاب ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

ياد هیئت ددغه ریاست څخه د لیدنې پر مهال د فاریاب ولایت له عدلیې رییس مولوي محمد حنیف منیر او ددغه ریاست له امرینو او کارکوونکو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د عدليې وزارت هیئت فاریاب ولایت ته ددغه هیئت د سفر موخه د یاد ریاست د فعالیتونو او د کړنو بررسي، د هغوی د شکایتونو اوریدل او د وړاندیزونو ترلاسه کول وبلل، او په دغې برخه کې یې د عدلیې له رییس څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. دغه راز یاد هیئت د چارو ښه والي او ستونزو حل کولو په منظور ددغه ریاست کارکوونکو ته لازمې مشورې او لارښووونې وسپارلې.

د فاریاب ولایت د عدلیې رییس یاد هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ددغه ریاست د فعالیتونو او اجرااتو په اړه معلومات وړاندې کړل او له یاد هیئت سره یې ددغه ریاست ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

د عدلیې وزارت هیئت ددغه ریاست عدلیې رییس او کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه به له اړوندو مقاماتو سره شریک کړي او د هغو له پاره د حل له لار ولټوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS