د جلال اباد په ښار کې پنځه موټر پلورنځي وتړل شول

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۱:۴۹
.

توظیف شوي هیئت چې په ترکیب کې يې د عدلیې ریاست د انسجام امر او د امارت د قضایاو امر او د اړوندو ادارو استازي شامل دي، د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې د قول اردو سیمې له موټر پلورنځیو څخه نظارت او بررسی ترسره کړه.

په دغې بررسۍ کې چې د ربیع الثاني میاشت په ۱۳ نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه، په دغې سیمې کې  ۱۲ موټر پلورنځي نظارت او بررسي شول.

د دغې بررسۍ پایله کې ۵ موټر پلورنځي د غیر قانوني فعالیت په دلیل مهرلاک او وتړل شول او ۷ نورو موټر پلورنځیو ته د ځینو ستونزو او نیمګړتیاو له امله لازمې سپارښتنې وشوې چې له اړوندو اصولو او قوانینو سره سم فعالیت ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال‌آباد ښار په اتمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۹
Background image

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالرازق مرزوقی او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

BACK TO NEWS