د کاپیسا ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۳:۵۲
.

د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۱۰ نېټه د عدلیې رییس قاري شکرالله احمد په مشرۍ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدليې ریاست امرینو او مدیرانو او د دغه ولایت د ۶ ولسوالیو د حقوقو مدیرانو ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې د حاضرۍ، د عدليې وزارت د ۱۴۰۲ کال د تشکیل او د داخلي پلټنې لخوا د پېژندل شوو ستونزو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

.

په دغې ناسته کې د عدلیې رییس د دغه ریاست امرینو او مدیرانو ته توصیه وکړه چې خپل دندې او مسوولیتونو په خپل وخت اجرا کړي او له مراجعینو سره ښه رویه ولري او عریضو ته یې بې له کوم ځنډ څخه رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS