د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې درې موټر پلورنځي وتړل شول

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۴:۰
.

د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د ربیع الثاني میاشت په ۸ نېټه د پنجشنبې په ورځ د زرمت ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په همغږۍ د دغې ولسوالۍ د موټر پلورنځیو څخه بررسي او نظارت ترسره کړ.

د دغې بررسۍ په پایله کې د بازار په ودانۍ کې د اتفاق موټر پلورنځۍ، د کلالګو په بازار کې د سلطان محمد موټر پلورنځۍ او د بازګل موټر پلورنځۍ چې د بدرالدین په بازار کې موقعیت لري، د جواز نشتوالي او د غیرقانوني فعالیت په دلیل مهرلاک او وتړل شول.

دغه د موټر پلورنځي د فعالیت قانوني جواز د ترلاسه کولو د بهیر تر پای پورې تړل شوي او د سرغړونې په صورت کې به له هغو سره قانوني چلند وشي.

.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS