د غصب د مخنیوي او د غصب شوو دولتي ځمکو د استرداد د کمېسیون ناسته په کندهار ولایت کې جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۲:۱۸

 

د غصب د مخنیوي او د غصب شوو دولتي ځمکو د استرداد کمېسیون د ربیع الثاني میاشت په ۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د کمېسیون د لایحې، مقررې او د غړو په اړه د معلوماتو شریکولو په منظور په کندهار ولایت کې د څلورو ولایتونو له اړوندو رییسانو سره یوه ناسته جوړه کړه.

دغه ناسته د عدلیې وزارت سرپرست او د کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د دغه کمېسیون د غړو، د اړونده اختصاصي محکمې رییس او د کندهار، هلمند، ارزګان او دایکندي ولایتونو اړوندو رییسانو په حضور د کندهار ولایت د مقام په تالار کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو دولتي ځمکو د استرداد کمېسیون، اختصاصي محکمې، د دغه کمېسیون د لایحې او مقررې په اړه د کندهار، هلمند،ارزګان او دایکندي اړوندو رییسانو ته مفصل معلومات وړاندې شول.

شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په دغې ناسته کې وویل چې څو میاشتې دمخه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له لوري د غصب د مخنیوي او د غصب شوو دولتي ځمکو د استرداد کمېسیون او اختصاصي محکمه رامنځ ته شول چې د یاد کمېسیون ریاست د عدليې وزیر په غاړه دی او د کرنې او اوبولګولو وزارت، د ښار جوړولو او کور وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وزیران او لوی څارنوال یې غړي دي. هغه زیاته کړه چې یاد کمېسیون ته دنده سپارل شوې وه چې اړونده مقرره او لایحه ترتیب کړي او د مشرتابه محترم مقام ته یې وړاندې کړي.

د عدليې وزارت سرپرست د خپلو ویناو په لړ کې وویل چې دغه کمېسیون اړونده لایحه او مقرره جوړه کړې او د مشرتابه محترم مقام ته يې وړاندې کړې او عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله یاده لایحه په ۹ مادو کې منظور کړې او یاده شوې مقرره يې په ۴ څپرکیو او ۲۱ مادو کې توشیح کړې او دغه راز د کمېسیون او ولایتي هیئتونو په اړه يې فرمان صادر کړی دی.

د هغه په وینا، دغه کمېسیون عملاً خپل کار پیل کړی او په لومړي ګام کې یې اړونده لایحه او مقرره د کندهار، هلمند، ارزګان او دایکندي ولایتونو له تخنیکي هیئتونو سره شریکې کړې دي. دغه راز د یاد شوو ولایتونو له تخنیکي هیئت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره له یادې لایحې او مقررې سره سم خپل اجراات پیل کړي.

وروسته بیا د چارو د ادارې لوی رییس هم په تېرو ۲۰ کلنو کې د دولتي ځمکو د غصب په اړه خبرې وکړې او د غصب د مخنیوي او د غصب شوو دولتي ځمکو د استرداد کمېسیون، اختصاصي محکمې، د ولایتونو تخنیکي هیئتونو، د یادې لایحې او مقررې په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په ادامه کې د ښار جوړولو وزیر، لوی څارنوال او د اړونده اختصاصي محکمې رییس هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د ولایتونو له تخنیکې هیئتونو څخه یې وغوښتل چې په دغې برخه کې ورسپارل شوي مسوولیتونه په سمه توګه ادا کړي او خپل چارې په بشپړه همغږۍ او رښتینولۍ سره مخ ته یوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS