د پکتیا ولایت د عدليې رییس د دغه ولایت له محبس څخه لیدنه
د پکتیا ولایت د عدليې رییس مولوي محمد رییس محمدي او ورسره مل پلاوي د ربیع الاول میاشت په ۳۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت له محبس څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې له عدليې رییس سره د دغه ریاست حقوقي مرستندوی او د عامه پوهاوي مدیر ملګري ول.
دغه لیدنه د محبوسینو د ستونزو اوریدلو، د بې برخه لیکو محبوسینو په اړه د معلوماتو راټولولو، له محبوسینو سره د اړوندو مسوولینو د رویې او د عدليې ریاست حقوقي مرستندوی څخه د موکلینو رضایت او عدم رضایت په اړه د معلوماتو راټولولو په منظور ترسره شوه.
د دغې لیدنې په لړ کې د عدليې رییس د دغه محبس مسوول مولوي محمد سهیل سعید، هغو محبوسینو سره چې د هغوی قضیې د حقوقي مرستو امریت پورې اړه لري، د حقوقي مسایل اړوندو محبوسینو او له هغو بې برخلیکو محبوسینو سره چې له دوسیو څخه يې ډیر وخت تېر شوی، په جلا توګه وکتل او د هغوی ستونزې یې واوریدې. د عدليې رییس هغوی ته ډاډ ورکړ، چې له اړوندو ارګانونو سره به په همغږۍ د هغوی ستونزو ته رسیدګي وکړي او د هغوی د ستونزو په حل کې به له هېڅ ډول هڅې او هاند څخه ډډه ونه کړي.
په یاده لیدنه کې، د عدليې ریاست حقوقي مرستندوی د حقوقي مرستو امریت اړوندو تورنو او قضیو په اړه معلومات وړاندې کړل ويې ویل چې اوس مهال د ګردیز ښار په ښاري ابتدایه محکمې او مرافعه محکمې کې په کلي توګه ۱۹ قضیې شتون لري چې له دې جملې څخه ۷ قضیو له پاره حکم صادر شوی او ۱۲ نورې قضيې تر جریان لاندې دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو قضیو کې د هغه ټول موکلین ۴۲ تنه دي چې له دې جملې څخه د هغوی ۲۹ تنه د اعتبار وړ ضمانت پر اساس له توقیف څخه ازاد شوي او ۱۳ تنه نور يې په توقیف کې دي.
