د پنجشیر ولایت د عدليې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۵:۵

د پنجشیر ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ربیع الاول میاشت په ۲۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي سیف الله منصور په مشرۍ د یاد ریاست په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د عدليې رییس د الله تعالی له حکمونو او د نبوي سنتو د اطاعت په اړه خبرې وکړې او دغه راز د ځینو اړوندو مسایلو په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د عدليې رییس د دغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې د سلسله مراتبو او د اسلامي شریعت له حکمونو سره سم د خپلو امرینو له حکمونو څخه اطاعت وکړي. دغه راز د یاد ریاست امریتونو او مدیریتونو ته لارښوونه وشوه چې د خپل د کارونو راپورونه په اونیز، میاشتني، ربعوار او کلني ډول ترتیب کړي او د یاد ریاست اداري مدیریت ته یې په وخت سره واستوي چې له توحید څخه وروسته محترم مقام ته وړاندې شي.

دغه راز د عدليې رییس د یاد ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې په ټاکل شوي وخت خپلو دندو ته حاضر شي او خپل ورځنۍ حاضري له اصولو سره سم په خپل وخت مهر او لاسلیک کړي.

دغه راز په دغې ناسته کې فیصله وشوه چې وروسته له دې به په اونۍ کې یوځل د دغه ریاست اداري ناسته جوړیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS