د کنړ ولایت د عدليې ریاست د قضیو د ثبت مدیر معرفي شو

د کنړ ولایت د عدليې رییس مولوي عبدالستار حماس د ربیع الاول میاشتې په ۱۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ریاست د قضیو د ثبت نوی مدیر د دغه ریاست امرینو او کارکوونکو ته معرفي کړ.
په هغې ناسته کې چې د کنړ ولایت په عدليې ریاست کې په همدې منظور جوړه شوې وه، د عدليې رییس د دغه ریاست امرین او کارکوونکي خپلو کارونو ته متوجې کړل او د هغوی د دندو او مسوولیتونه په اړه یې لازمې لارښووني او توصیي وکړې.

نوموړي د دغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې خپلو کارونو کې غفلت و نه کړي او خلکو ته د شریعت او د اسلامي امارت د پالیسۍ په چوکاټ کې غوره خدمتونه وړاندې کړي. دغه راز نوموړي د دغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د خلکو پر وړاندې خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي.