د ځمکو د شخړو د حل کمېسيون ناسته جوړه شوه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۰:۵۹
.

د ځمکو د شخړو د حل کمېسیون ناسته د ربیع الاول میاشتې په ۱۵ نېټه د سه شنبې په ورځ د اسلامي امارت د عدليې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په عدليې وزارت کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د رییس الوزراء د دفتر رییس ډاکټر عبدالواسع، د سترې محکمې د دارالانشا رییس مفتي عبدالرشید سعید، د کرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست مولوي عطاء الله او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال ګډون کړی وو.

.

په دغې ناسته کې، د عامه مرعي او د وقف شوو سلطاني (امارتي) غصب شوو ځمکو د استرداد او د یادو ځمکو د غصب د مخنیوي د مقررې او لایحې د تطبیق په هکله د عالیقدر امیرالمومنین د فرمان په اړه بحث وشو او د هغه د تطبیق د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

د ځمکو د شخړو د حل کمېسیون د عالیقدر امیرالمومنین د لارښوونې پر اساس، د عدليې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او اړوندو ادارو په غړیتوب جوړ شوی ترڅو د دولتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وکړي او د ځمکو د شخړو د حل له پاره اقدام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS