د سمنګان ولایت د ښاروالۍ او ملي راډیو تلویزیون ترمنځ حقوقي دعوا بررسي کیږي
د سمنګان ولایت د عدليې ریاست د دغه ولایت د ایبک ښاروالۍ او د ملي راډیو تلویزیون د آمریت ترمنځ د یو جریب او ۱۲.۵ بسوې ځمکې په اړه د دعوا د حل په منظور په یوې ناسته کې د دواړو ادارو له مسوولینو سره خبرې وکړې.
دغې ناسته کې چې د ربیع الاول میاشتې په ۷ نېټه د دوشنبې په ورځ جوړه شوې وه، د عدليې رییس، د امارت د قضایاو آمر، د ایبک ښاروال او د سمنګان ولایت د ملي تلویزیون آمر هم حضور درلود.
د دواړو ادارو د دعوا اړونده ځمکه په ۱۳۶۱ کال کې په وړیا ډول د ملي راډیو تلویزیون په واک کې ورکړل شوې وه او وروسته په ۱۳۹۳ کال کې د دواړو ادارو ترمنځ د دعوا د مصالحې قرار د ملي راډیو تلویزیون په ګټه صادر شو؛ خو په قرار کې د شته ستونزو په دلیل له دغې جملې څخه په هغه کې د ښاروالۍ د استازي د لاسلیک نه شتون، بیا ځلي تر دعوا لاندې راغلې ده.
په دغې ناسته کې فیصله وشوه چې یو ځل بیا د دغې موضوع د بررسۍ په منظور یو هیئت وګمارل شي او رامنځ ته شوی ستونزي او دعوا دې حل کړي.