د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو اداري ناسته جوړه شوه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۴:۴۹
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو اداري ناسته د ربیع الاول میاشتې په ۶ نېټه د یکشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د دغه وزارت د مرکزي رییسانو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدليې وزارت د مرکزي کارکوونکو او اجیرانو د اضافه کارۍ، مرکزي ریاستونو ته د انټرنټ د ویش او د دغه وزارت کارکوونکو ته د لومړنیو صحي مرستو د سیمینارونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې او نظرونه سره تبادله شول.

1

په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د عدليې وزارت مرکزي رییسان د هغو کارکوونکو او اجیرانو لست چې د اضافه کارۍ مستحق وي، ترتیب کړي او د اړونده ادارې د اړتیاو سره سم د اضافه کارۍ ساعتونه وټاکي.

همد راز په دغې ناسته کې دفترونو او کارکوونکو ته د رسمي چارو د اجرا کولو په منظور د انټرنټ د ویش په اړه خبرې وشوې او په دغې برخه کې چمتو شوی نوملړ د ناستې رییس او د غړو لخوا وڅېړل شو.

.

په دغې ناسته کې د صحي لومړنیو مرستو د سیمینارونو د جوړولو په اړه هم خبرې وشوې او په دغې برخه کې د جوړولو په ډول، کارکوونکو ته د لومړیتوب ورکولو برخه کې او دا چې کوم کسان په لومړي ګام کې دغو سیمینارونو ته معرفي شي، اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS