د حقوقو د عامه پوهاوي برنامه پکتیا ولایت کې جوړه شوه
د حقوقو د عامه پوهاوي برنامه د پکتیا ولایت په اقراء ښوونځي کې جوړه شوه.
دغه برنامه د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د عامه پوهاوي مدیر عالمګیر منګل لخوا وړاندې شوه او د یاد ښوونځي زده کوونکو ته د غصب په اړه پوهاوی ورکړل شو.
په دغې برنامه کې د فهقاو، مجله الاحکام او قوانینو له نظره د غصب مفهوم او تعریف، اړونده اصطلاحات یې، شرعي حکمونه او د غصب اړوند اصطلاحات او د غصب او د اختلاس، غلا، اتلاف، نهب، حرابه او تعدي ترمنځ توپيرونه زده کوونکو ته بیان شول.