د دوو دولتي ادارو ترمنځ د شخړې د حل په منظور ناسته جوړه شوه
د کنړ ولایت د ښاروالۍ او د نفتو او ګاز ریاست ترمنځ د شخړې د حل په منظور د عدليې ریاست په مقر کې ناسته جوړه شوه.
د کنړ ولایت د ښاروالۍ او د نفتو او ګاز ریاست ترمنځ د دغه ولایت په اړونده سېمه کې د یو ملکیت پرسر حقوقي دعوا لري چې د دغې شخړې د حل په منظور د عدليې ریاست د امارت د قضایاو د آمریت په منځګړیتوب د دغه ریاست په مقر کې ناسته جوړه شوه.
په یاده ناسته کې د عدلیې رییس، د اسعد آباد ښار د ښاروالۍ رییس، د نفت اوګازو لوی رییس او ملګري پلاوي يې ګډون کړی وو.
په دغې ناسته کې د شخړې د دواړو لورو رییسانو د یادې شخړې په اړه خپل معلومات وړاندې کړل.
د عدليې رییس دواړو ادارو ته ډاډ ورکړ چې د هغو ترمنځ شخړه به د قانون او شریعت پر اساس حل او فصل شي. هغه له یادو ادارو څخه وغوښتل چې غوښتل شوي سندونه، دلایل او اثباتیه مدارک د امارت د قضایاو د قانون پر اساس په ټاکل شوي وخت د امارت د قضایاو آمریت ته تسلیم کړئ ترڅو د دوسیې څیړنیز پړاونه بشپړ شي او په دې اړه تصمیم ونیول شي.