د پکتیا ولایت د عدلیې رییس د زرمت ولسوالۍ د حقوقو لوی مدیریت څخه لیدنه وکړه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۷ - ۱۲:۱۳
.

د پکتیا ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد رییس محمدي او ورسره ملګري پلاوي د صفرالمظفر میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د ولسوالیو د حقوقو لوی مدیریتونو د نظارت په لړ کې د زرمت ولسوالۍ د حقوقو له لوی مدیریت څخه لیدنه وکړه.

په دغه سفر کې د عدلیې له رییس سره د امارت د قضایاو آمر، د حقوقو آمر او د قضایاو د ثبت لوی مدیر ملګري ول.

یاد پلاوي د دغه مدیریت کاري بهیر څخه له نږدې نظارت وکړ او د دغه مدیریت د کارکونکو ستونزې یې واوریدې او له هغوی سره یې ژمنه وکړه چې د عدليې ریاست د ستونزو د حل په برخه کې له دغه مدیریت سره همکار دی او ستونزو ته به يې ډیر ژر رسیده ګي وشي.

1

په دغه سفر کې، د پکتیا عدلیې رییس او ملګري پلاوي د زرمت ولسوالۍ له ولسوال مولوي ثمر ګل مهاجر، امنیه قوماندان، ښاروال او د دغې ولسوالۍ د امنیت له مرستیال سره يې وکتل او د حقوقو لوی مدیریت ستونزو او مسوولیتونه او د امارتي او عامه ملکیتونو له غصب څخه د مخنیوی په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په دغې لیدنه کې وویل شول چې ټول حقوقي موضوعات د حقوقو مدیریت له مسوولیتونو څخه دي نو باید حقوقي موضوعات د حقوقو مدیریت ته راجع شي. همدا راز وویل شول چې جزايي موضوعات د حقوقو مدیریت پورې تړاو  نه لري او باید اړوندو ارګانونو ته چې څارنوالۍ او محکمې دي راجع شي.

2

همدا راز په دې ناسته کې وویل شول چې د دولتي او عامه ملکیتونو د عرایضو او دعواوو په اړه مصالحه او منځګړیتوب ونشي او دغه راز قضایاوې د عدلیې ریاست ته راجع شي ترڅو د امارت د قضایاو له لارې هغو ته رسیده ګي وشي.

یاد پلاوي د عریضې لیکونکو چارو، د معاملو د لارښوونو او موټرپلورونکو له دفترونو څخه نظارت وکړ او د رسمي عریضې لیکونکو نوملړ یې د دغې ولسوالۍ مسوولینو ته وسپاره او له هغوی څخه یې وغوښتل هرڅوک چې غواړي په دغې برخه کې فعالیت ترسره کړي، لومړی باید له عدليې ریاست څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي او هغه چاته د فعالیت اجاز ورنکړي چې د فعالیت جواز و نه لري.

همدا راز پلاوي هغه ځمکي هم ولیدلې چې د هغو دوسیې د امارت د قضایاو په آمریت کې د کار لاندې دي.

یاد پلاوي د دغې ولسوالۍ له خلکو سره هم ولیدل او د هغوی حقوقي ستونزې یې واورېدې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د هغوی حقوقي ستونزو ته به رسیده ګي وشي.

.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS