د سرپل ولایت د عدلیې رییس د کاري بهیر په چټکتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ
د سرپل د عدليې ریاست میاشتنۍ اداري ناسته د صفرالمظفر میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدليې رییس الحاج مفتي کمال الدین فاضل په مشرۍ، او د دغه ریاست د بېلابېلو برخو د آمرینو او کارکونکو په ګډون په عدلیې ریاست کې جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د عدليې رییس د عدلیې ریاست د کارکوونکو پر دندو او مسوولیتونو او خلکو ته د غوره او ګټورو حقوقي خدمتونو وړاندې کولو او له مراجعینو سره د دغه ریاست د کارکوونکو د نیکې رویې په اړه توصیه وکړه.
د عدليې رییس د دغه ریاست کارکوونکي خپلو دندو او کاري مسوولیتونو ته متوجې کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلو دندو او مسوولیتونو ته متوجې اوسئ.
هغه د دغه ریاست له کارکونکو څخه وغوښتل چې په ټاکل شوي وخت خپلو کارونو ته حاضر اوسئ او د خپلو کاري وسایلو او توکو د ساتنې او پالنې هڅه وکړئ چې د امانت په توګه ورته سپارل شوي دي.
په دې ناسته کې، د یو شمېر هغو مراجعینو د حقوقي موضوعاتو په اړه چې د کار لاندې دي د حقوقو او د امارت د قضایاو د آمرینو له لوري معلومات وړاندې شول.
د عدلیې رییس د کاري بهیر په چټکتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ او د دغه ریاست له آمرینو څخه یې وغوښتل چې خپل کارونه په خپل وخت سرته ورسوئ.
