د عدلیې وزارت عمومي غونډه جوړه شوه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۲:۲۴

د عدلیې وزارت سرپرست شیخالحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دې وزارت عمومي غونډه د وزارت د مرکزي رييسانو په ګډون جوړه کړه.

دغه غونډه د عدلیې د وزیر په مشرۍ د ۱۴۰۱ کال د وري د میاشتي په ۳۱ نېټه د چهار شبنې په ورځ جوړه شوه او په هغې کې د مدافع وکیلانو د ریاست د فعالیت، د سوګند لیک د برابرولو، د قانون جوړونې د چارو انستیتوت د ریاست د فعالیت د چټکتیا، د قوانینو د طرحو د پروژې او د عدلیې وزارت د تشکیل د موضوع په باره کې خبرې وشوې شیخ صاحب وویل چې د مدافع وکیلانو موضوع، د عدلیې وزارت، څارنوالۍ او محکمو ګډه موضوع ده.

هغه د مدافع وکیلانو ریاست ته لارښوونه وکړه چې د مدافع وکیلانو کارتونه او جوازلیکونه دې چمتو کړي او له مشورې څخه وروسته به د هغو د ویش په باره کې تصمیم ونیول شي.

دعدلیې وزارت سرپرست دغه راز د قانون جوړونې د چارو د انستیتوت ریاست ته لارښوونه وکړه چې د سندونو او مکتوبونو په ژباړه کې لازم دقت وکړي.

شیخ صاحب د وزارت د تشکیل په باره کې هم وویل چې د تشکیل پر بنسټ په ترسره شوو ټاکنو کې به، بیا نظر وشي ترڅو کارونه او د خدمتونو وړاندې کول زیات پیاوړي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS