د نیمروز د عدلیې له ریاست څخه د عدلیې وزارت د پلاوي کتنه

د ولایتونو له عدلیې ریاستونو څخه د کتنو او څارنې په لړ کې، د عدلیې وزارت د مالي او اداري رئیس مفتي فضل هادي ( صاحب زاده) په مشرۍ او د دې وزارت نورو ریاستونو د رئیسانو او استازو په غړیتوب یوه پلاوي د چهارشنبې په ورځ،د وري د میاشتې په ۱۰ ڼېټه نیمروز ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي، د دې ولایت د عدلیې ریاست له بېلابېلې برخې و ارزولې او د دې ریاست د کارکوونکو د مسلکي او اداري کړنو څرنګوالی یې له نږدې وکوت.
دغه پلاوي دغه راز د نیمروز د عدلیې ریاست ستونزې و څېړلې او د هغو د حل کولو په برخه کې یې مسوولانو ته لازمې لارښوونې وکړې تر څو خلکو ته د دې ریاست د خدمتونو د وړاندې کولو اغېزمنتوب زیات شي.

دغه پلاوي دغه راز د نیمروز له والي مولوي نجیب الله رافع سره وکتل او د سیمه ییزو ادارو د همغږۍ په پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ او شته ستونزې یې هم له هغه سره شریکې کړې.
د نیمروز والي هم د عدلیې وزارت پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د عدلیې ریاست ستونزو د حل کولو په برخه کې به لازم اقدامات تر سره کړي.