د زابل د عدلیې رئیس د معاملو د لارښوونې له مسوولینو سره وکتل

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۶:۲
.

د زابل ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالوارث خلیل، د ۱۴۰۱ د وري په ۲ مه د سې شنبې په ورځ د هغه ولایت د معاملو د لارښوونې د دفترونو له مسوولینو سره د عدلیې ریاست په مقر کې وکتل او خبرې اترې وکړی.

دغه ناسته د معاملو د لارښوونې د دفترونو د ستونزو د حل په منظور ترسره شوې وه او په هغې کې پرېکړه وشوه چې هر هغه شخص چې غواړي د معاملو د لارښوونې دفتر پرانېزي، لومړی باید له عدلیې ریاست څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي او د معاملو د لارښوونې هغه شمېر دفترونه چې د هغو د جواز موده پایته رسیدلی باید د هغو د جواز په تمدید باندې اقدام وشي.

720

په دې ناسته کې همداراز پرېکړه وشوه چې د معاملو د لارښوونې دفترونه باید خپلې ټولې معاملې په هغو کتابونو کې درج کړي چې د هغوی ته د عدلیې ریاست لخوا ورکړل شوي او مالیات یې په خپل وخت تصفیه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د ۲ دارالوکالو تړل کېدل

د پکتیا ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د صفر المظفر د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، ګردیز ښار کې د یو شمېر مدافع وکیلانو او دارالوکالو له فعالیت څخه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۱:۴۴
Background image

پنجشیر ولایت کې څه دپاسه ۳ جریبه غصبي ځمکه امارتي تثبیت شوه

د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د صفر المظفر د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د غصب شویو ساحو د تثبیت او تشخیص په موخه د یاد ولایت درې ولسوالې ته سفر وکړ.

دغه هیئت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۲:۱۶
Background image

په عدلیې وزارت کې د دفاع وکالت د ستاژ برنامې له دويمې دورې څخه د ۱۰۶ تنو فراغت

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د دفاع وکالت د ستاژ دویمه دوره په شرايط برابرو د وکالت جواز اخیستونکو لپاره  په بریالتوب سره پای ته ورسوله او له دې دورې څخه ۱۰۶ تنه فارغ شوو. یاد وزارت د. . .

BACK TO NEWS