د سرغړونې له امله د معاملو د لارښوونې شپږ دفترونه په ننګرهار کې وتړل شول
د ننګرهار عدلیې ریاست د جلال آباد ښار په پنځمه ناحیه کې د معاملو د لارښوونې د دفترونو له څېړنې څخه وروسته، د معاملو د لارښوونې شپږ دفترونه یې د فعالیت د جواز د نه لرلو له امله وتړل(مهرلاک کړل).
د ننګرهار د عدلیې ریاست پلاوي، د ۱۴۰۰ د کب په ۲۴مه د سې شنبې په ورځ، په جلال آباد ښار کې د معاملو د لارښوونې ۳۱ دفترونه له نږدې وکتل چې په پایله کې ۶ دفترونه د فعالیت د جواز د نه لرلو له امله وتړل شول.
د ننګرهار د عدلیې رئیس د معاملو د لارښوونې د دفترونو د څېړنې په وخت کې وویل چې اسلامي امارت هغه دفترونه چې په تېر وخت کې یې له قانوني سندونو پرته فعالیت کاوه تر څو چې د فعالیت جواز وانخلي د فعالیت اجازه نه ورکوي.
تر اوسه پورې د ننګرهار په ۵ ناحیه کې د معاملو د لارښوونې د دفترونو فعالیت له نږدې څخه څېړل شوی او ټولټال ۱۰۳ دفترونه د سرغړونو او قانوني سندونو د نشتوالي له امله تړل شوي دي. همداراز د ننګرهار د عدلیې ریاست د معاملو د لارښوونې دفترونو ته د فعالیت د جوازلیک د وېشلو او غځولو له لارې تر اوسه پورې نږدې یو میلیون افغانۍ عواید راټول کړي دي او هغه یې د اسلامي امارت خزانې ته واریز کړې دي.