د عدلیې په وزارت کې د چین له لوري د یوه جومات د جوړولو پروژه پرانیستل شوه

waheed
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۲ - ۸:۳۸

د عدلیې وزارت په انګړه کې د یوه جومات د جوړولو او د دوو ژورو څاه ګانو د کېندلو پروژه چې د چین د خلکو جمهوريت له لوري تمویلېږي، د دې وزارت د سرپرست او په کابل کې د چین د سفیر له لوري پرانیستل شوه.

د عدليې وزارت سرپرست الشیخ عبدالحکیم شرعي د دې پروژې د پرانیستلو په غوڼده کې د چین له دولت څخه په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د تمويل او ترسره کولو په برخه کې مننه وکړه او وویل هغه هېواد چې له څلورو لسیزو جګړې څخه وروسته د افغانستان په بیا رغونه کې مرسته کوي، د افغانانو په زړونو کې ځای لري او د چین د دولت حسن نیت ښکاره کوي.

هغه زیاته کړه چې له څلوېښتو کلونو را په دې خوا په افغانستان کې بمونه غورځول شوي دي او په زرګونه ځوانان شهیدان، زرګونه ماشومان یتیمان او په زرګونو ښځې کوڼدې شوې دي. هغه تینګار وکړ چې اسلامي امارت په بې شمېره قربانیو سره هېواد له اشغال څخه آزاد کړ او اوس د افغانانو امنیت تامین شوی دی.

د عدلیې وزارت سرپرست تینګار وکړ چې اوس د افغانستان د بیا رغونې وخت دي او له ټولو هېوادونو څخه غواړو چې د چین د دولت په شان له افغانانو سره ودرېږي او د دې هېواد په بیا رغونه کې مرسته وکړي.

همداراز هغه د نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني ځکه چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو ټول شرطونه بشپړ کړي دي. هغه زیاته کړه چې امریکا او غربي هېوادونو د بشري حقونو نقض، د ښځو د حقونو نقض، د ټول ګډونه حکومت د نه جوړولو او انجونو ته د زده کړو د حق د نه ورکولو ادعا مطرح کوي؛ خو په داسې حال کې چې په هماغه هېوادونو کې د قتل، جنایت، ځان وژنې او نورو جرمونو اندازه د افغانستان څو برابره ده.

شیخ عبدالحکیم شرعي څرګنده کړه چې هیڅ یوه نظام تر اوسه خپل دښمن چې ۲۰ کاله له هغه سره جنګېدلی وي، عفو کړی نه دی؛ خو اسلامي امارت عمومي عفوه اعلام کړه چې ښکاره کوي مونږ څومره بشري حقونو ته ژمن یو. هغه د حکومت د نه ټول ګډونوالي د ادعا په برخه کې وویل چې په حاضر حال کې په اداراتو کې ۹۰ سلنه پخواني کارکوونکي په کار بوخت دي او ټول قومونه او اقشار په حکومت کې حضور لري.

هغه ټینګار وکړ چې خصوصي پوهنتونونه په ټول هېواد کې فعال دي او انجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي؛ خو دولتي پوهنتونونه او د انجونو ښوونځيو کړنلارې او لګښت ته اړتیا لري تر څو له شریعت سره سم تنظیم شي؛ اما هماغه هېوادونو چې داسې ادعاوې مطرح کوي د افغانستان شتمني بنده کړې ده. هغه همدا راز څرګنده کړه چې اسلامي امارت د انجونو د زده کړو مخالف نه دي بلکې هغه سربېره پردې د ښځو او انجونو د عزت د ساتلو غوښتونکی دی.

 له بل لوري په دې غونډه کې په کابل کې د چین د خلکو جمهوریت سفیر ښاغلي وانګ يو، په عدلیې وزارت کې د دوو پروژو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او وویل چې چین له افغانستان سره تل دوستانه اړیکې درلودې او ښه ګاوندیتوب يې مراعت کړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د چین لپاره مهم ګاوندي دی او دواړه هېوادونه د پخوانيو دوه اړخیزو تعاملاتو مخينه لري. هغه وویل چې چین د افغانستان استقلال، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي او په عین حال کې په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه چې چین له دې څخه، چې افغانستان څومره ژر وکولای شي سولې، ثبات او اقتصادي پراختیا ته ورسېږي، ملاتړ کوي. د هغه پر وینا، چین په دې منظور ځینې اقدامات ترسره کړي دي او د هغه هېواد جمهور رئیس او د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره په بېلابېلو کنفرانسونو کې ګډون کړی دی او د افغانستان پر وړاندې يې د چین سیاست اعلام کړی دی.

ښاغلي وانګ یو زیاته کړه چې د چین مشران د نړۍ له هېوادونو څخه غوښتي دي چې د افغانستان له نوي حکومت سره اړیکه ټینګه کړي او خپلې مرستې زیاتې کړي او همداراز يې له امریکا څخه غوښتنه کړې ده چې د دې هېواد کنګل شوې شتمني آزاده کړي تر څو افغانستان وکولای شي شته ستونزې له منځه يوسي.

هغه په عدلیې وزارت کې د جومات د جوړولو پروژې ته په اشارې وویل چې چین د هر غربي هېواد په پرتله زیات جوماتونه لري په هغه هیواد کې د اویغور د مسلمانانو جمعیت په پرمختګ کې دی؛ خو ځينې هېوادونه چې د دموکراسۍ په نامه افغانستان تر فشار لاندې راوړي، د چین پر وړاندې هم منفي تبلیغات کوي.

په دې غوڼده کې ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین او د اسلامي امارت ویاند هم وینا وکړه. هغه له افغانستان سره د چین د دولت د همکارۍ په پار د مننې تر څنګ وویل چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او له چین سره هم د زیاتو اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د جهاد په بهیر کې هم له چین سره د دوحې د دفتر له لارې ښې اړیکې درلودې او دغو اړیکو دوام موندلی دی. هغه د چین دولت ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د هېڅ هېواد په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي او همداراز اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر وړاندې ګټه واخیستل شي.

ښاغلي مجاهد وویل چې افغانستان له چین سره په اړیکو کې پیاوړي ګامونه پورته کړي دي له هغې جملې څخه چین ته د افغانستان د جلغوزيو صادرات چې کولای شي په کلنۍ ډول هېواد ته میلیاردونه ډالره ګټه ولري. هغه وویل چې په حاضر وخت کې د نورو هېوادونو پانګې اچونې ته هم اړتیا لرو تر څو له روان اقتصادي بحران څخه ووځو.

هغه د نړۍ له نورو هېوادونو څخه هم وغوښتل چې له اسلامي امارت سره دیپلماتیکې اړیکې ټينګې کړي او د زور او فشار له ګټې اخېستنې څخه لاس واخلي. هغه د چین د خلکو له جمهوریت څخه وغوښتل چې د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو په چارو کې مخکښ شي او همداراز يې له نورو هېوادونو څخه هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

په دې غونډه کې د چین د دولت په مالي ملاتړ د دوو پروژو د کار له پرانېستلو سر بېره، د عدلیې وزارت د سرسبزۍ پروژه، چې مخکې پيل شوې وه، ګټې اخېستنې ته هم وسپارل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۱۲
Background image

په تېره يوه مياشت کې د عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له ۲۴۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شوی دی

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د  چارو ریاست نظارتي پلاوي د تيرې میاشتې په اوږدو کې عریضه لیکونکو او معاملاتو لارښوونو له ۲۴۴ دفترونه تر نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۳۶ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې، نظارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

د ننګرهار ولایت عدلیې رياست، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو. . .

BACK TO NEWS