د مدافع وکیلانو د فعالیت جواز د ترلاسه کولو په اړه د عدلیې وزارت اعلامیه
د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ټولو محترمو مدافع وکیلانو ته خبر ورکوي چې ژر تر ژره له دې وزارت څخه د خپل فعالیت جواز ترلاسه کړي. په هغه صورت چې د مدافع محترمو وکیلانو له عدلیې وزارت څخه د فعالیت جواز ونلري، نشي کولای چې په رسمي ارګانونو کې د مدافع وکیل په توګه دنده ترسره کړي.