د عدلیې وزارت د درېیو مرکزي ریاستونو نويو رئیسانو په خپل کار پیل وکړ!

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۳ - ۱۲:۴۶

د عدلیې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌‌ء ستر مقام په منظورۍ سره د نوموړي وزارت د درېیو ریاستونو لپاره نوي رئیسان وګمارل شول، او په خپل کار یې رسماً پیل وکړ.

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء ستر مقام د حکم پر بنسټ محترم مولوي صاحب محمد نور د لومړۍ رتبې په بست کې د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو د عمومي ریاست د رئیس په توګه، محترم مولوي صاحب قابل محمد د دویمې رتبې په بست کې د عدلیې وزارت د پلټنې ریاست د رئیس په توګه او د عدلیې وزارت مخکنی معین قانونوال محترم عبدالمجید غني زاده د دویمې رتبې په بست کې د نوموړي وزارت د قانون جوړونې او حقوقي – علمي څېړونو د چارو انستیتوت په عمومي ریاست کې د تعلیمي، فرهنګي او صحت د ډیپارټمنټ د رئیس په توګه وګمارل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه وزارت د خپرونو او عامه اړیکو رياست اړوند د پنځمې رتبې د یوه تش بست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه وزارت د مالي او اداري رياست اړوند د شپږمې رتبې د یوه تش بست رقابتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ترمنځ د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد سند لاسلیک شو

د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS