د کندهار ولایت د عدليې رئیس وپېژندل شو.
د عدليې وزارت د مالي او اداري معین ګل محمد ګلزي کندهار ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې محمد طیب بارکزی چې د جمهوري ریاست د حکم پربنسټ د دغه ولایت د عدليې رئيس په توګه ټاکل شوی دی د عدليې ریاست کارکوونکو ته وروپېژنده.
د ښاغلي بارکزي د پيژندنې په مراسمو کې چې د دوشنبې ورځې د غبرګولي په ۲۲ مه جوړ شوي وو د قندهار د والي مرستیال، د خلکو استازو او د دغه ولایت سیمه ییزو مسوولانو شتون درلود. په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت اداري معین د کندهار عدليې رئيس ته د نوي منصب د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې تغییر او تبدیل د ښې حکومتولۍ یو له اصولو څخه دی.
هغه زیاته کړه چې د ۲۳ ولایتونو د عدليې د رئیسان د اصلاحاتو، خلکو ته د اغیزمنو خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی ستونزو ته د رسیدګۍ په منظور تبدیل شوي دي. هغه هيله څرګنده کړه چې د قندهار نوی رئیس وکولای شي د قانون د پلي کولو او د عدالت د تامین په لاره کې زیاته هڅه او کار وکړي.
په دغو مراسمو کې د قندهار د والي مرستیال حاجي آغا لالی دستګیري هم له عدليې ریاست سره د ولایت د مقام له همکارۍ څخه ډاډ ورکړ او په وخت سره د خلکو د ستونزو پر حل، د عدالت پر تامین او د قانون پر پلي کولو ټینګار وکړ.
د قندهار ولایت د عدلیې ریاست نوي رئیس په خپلو خبرو کې د عدليې وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې خلکو ته د خدمت په لاره کې به له هېڅ ډول هڅې څخه لاس تر شا نه شي.
د عدليې وزارت مالي او اداري معین، کندهار ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت له والي روح الله خانزاده سره هم لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې چې، په ولسي جرګې کې د هلمند استازي، د قندهار د عدليې رئیس او ځينو نورو چارواکو حضور درلود د ولایت د مقام او د سیمه ییزو ادارو په ځانګړي ډول د عدليې ریاست ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وشوې.
