ﺩﻛﻮﭼﻨﻲ اﺧﺘﺮ ﭘﻪ ﻣﻨﺎﺳﺒﺖ د عدلیې ﻭﺯاﺭﺕ د ﻣﺒﺎﺭکۍ ﭘﻴﻐﺎﻡ!

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۱ - ۱۲:۳۲
.

بسم الله الرحمن الرحیم

ان الحمدلله نحمده ونستعینه و نستغفره و نؤمن به و نتوکل علیه و نعوذ باالله من شرور انفسنا ومن سیأت اعمالنا من یهده الله فلا مضل له و من یضلل فلا هادی له وا شهد أن لا اله الا الله وحده لاشریک له و أشهد أن محمدا عبده ورسوله اللذی ارسله بالهدی و دین الحق لیظهره علی الدین کله و لو کره المشرکون ان الله و ملائکته یصلون علی النبی یا ایها الذین امنوا صلو علیه وسلمو تسلمیا اللهم صل علی سیدنا  محمد و علی ال سیدنا  محمد وبارک وسلم علیه .

اما بعد! فقد قال الله تعالي: يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُتِبَ عَلَيۡكُمُ ٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ (البقرة / ۱۸۳).

ژباړه: ای مومنانو! په تاسو باندې روژه نیول فرض کړای شوې ده، لکه په هغو کسانو چې فرض کړای شوې وه کوم چې له تاسو څخه پخوا تیر شوي دي، شاید چې تاسو پرهيزګاران شی.

قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : فِتْنَةُ الرَّجُلِ فِي أَهْلِهِ وَمَالِهِ وَجَارِهِ تُكَفِّرُهَا الصَّلاَةُ وَالصَّدَقَةُ وَالأَمْرُ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّهْيُ عَنِ الْمُنْكَرِ[رواه البخاري].

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي د سړي فتنه د هغه په مال، اهل او ګاونډي کې د هغې  کفاره روژه, لمونځ, صدقة , امر بالمعروف او نهی عن المنكر ګرځي.

درنو هېوادوالو، مجاهدینو او ټول اسلامي امت ته!

السلام علیکم و رحمته الله و برکاته.

د آزاد ، مستقل او بشپړ اسلامي نظام تر چتر لاندې  رارسېدلی نېکمرغه کوچنۍ اختر مو مبارک شه!

ویاړو چې د اسلامي امارت د عدلیې وزارت چې په هېواد کې د عدالت د تامین، د اسلامي قانون د تطبیق  او جوړښت او د بیت المال په ساتنه  کې د هېوادوالو په چوپړ کې یو.

د الله متعال ستر احسان دی چې په هېواد کې مو د اسلامي نظام له حاکمېدو سره سم د اسلامي شریعت په بشپړ تطبیق او اسلامي قانون د جوړولو په پار هوډ کړی دی، همدا اوس په عدلیې وزارت کې د قانون جوړونې په برخه کې د پام وړ لاسته رواړونې لرو او تر اوسه د ځینو وزارتونو قوانین په نوی اصلاح  شوې بڼه  بشپړ شوي او د ځینو لا هم د بشپړېدو په حال کې دي، اراده مو ده چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د هدایت سره سم په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړو او یو داسې قانون باندې کار وکړو چې په تمامه معنی اسلامي او هېڅ ډلې او حکومت ته منسوب نه وي او فقط شریعت مطهره ته منسوب او په تمامه معنی هر اړخیز وي.

درنو هېوادوالو :

د عدلیې وزارت د عالیقدر امیر المؤمنین د فرمان په اساس د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په سرپرستۍ کې قرار لري، نو له همدې امله یې د غصب د شومې پدیدي د لمنځه وړلو په موخه د مقررې او لایحې په اساس په ټول هېواد کې د بیت المال د ځمکو په ساتنه او غصب شوو ځمکو په راګرځولو کې چټک اقدامات ترسره کړي دي، او لا هم جریان لري ، یاد کمېسیون د اصولو په وړاندې هېڅ حساسیت او فشار ته تسلیم نه دی او اصول به د شریعت په چوکاټ کې په ټولو پلي کوي،یاد کمېسیون به حق حقدار ته سپاري او اراده نه لري چې د بیت المال یوه لویشت ځمکه بل چاته پریږدي، او نه هم د چا یوه لویشت ځمکه بیت المال ته ورکړي.

درنو هېوادوالو :

د عدلیې وزارت سرپرست تل د هېوادوالو سره د ترحم او شفقت او د خلکو د کارونو د ژر حل کولو په موخه خپلو کارکوونکو ته توصیه کوي او د یاد وزارت دراوزې تل د ټولو هېوادوالو پر مخ خلاصې وي او هېوادوال کولای شي له کوم خنډ څخه پرته د عدلیې وزارت له سرپرست سره وویني اومربوطه ستونزې ورسره شریکې کړي، وزارت خپلو اړوندو مسؤلینو ته هميشه د تقوی ديانت ، امانت داری تر څنګ د هېوادوالو ته د لا ښه خدمتونو د وړاندې کولو سپارښتنه کړې او کوي يې، تر څو د هېوادوالو  حقه او مشروع غوښتنو ته رسيدګي وشي.

په پای کې له لا یزال رب څخه غواړو چې په راسپارل شوو امورو کې راته مزید خدمت نصیب کړي، او له هېوادوالو مو هېله ده چې نیکمرغه کوچنۍ اختر د اسلامي شریعت له غوښتنو سره سم د آمن په فضا کې ولمانځي او په خپل ګاونډ له یتیمانو ، کونډو ،بې وزلو هېوادوالو سره د خپل توان مطابق مالي مرستې وکړي او د متعال رب څخه د حاکم اسلامي نظام د بقا سوال وکړي.

والسلام

د عدلیې وزارت

۲۷ رمضان المبارک۱۴۴۴ هـ . ق

۱۴۰۲/۱/۲۹ هـ . ش  - ۱۸/۴/۲۰۲۳ م

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS