۷ تنو ته د رسمي سندونو د ژباړې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۳۰
.

د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست اړوند د تقنيني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصديق رياست، د رجب المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه، د سه شنبې په ورځ، د رسمي سندونو ژباړونې د فعاليت د جواز ۷ تنو غوښتونکو ته، د فعاليت جوازونه وويشل.
د فعاليت د جوازونو د ويشلو پر مهال د تقنيني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصديق رئیس مفتي احمد الفجر د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د رسمي سندونو د ژباړې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی یې خپلو مسؤولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶

BACK TO NEWS