۲۵ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۱
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د جمادي الأولی د میاشتې په ۱۵مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو په‌کې برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

په دغو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته د هغوی له مکلفیتونو او له دغې دندې سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۵ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

۲۵ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د جمادي الأولی د میاشتې په ۱۵مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۴۸
Background image

د لوګر ولایت د عدلیې ریاست، استیناف محکمې او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

د لوګر ولایت عدلیې ریاست د یاد ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه او د هغوی ستونزې یې بررسي کړې. دغه راز یاد ریاست د دغو ستونزو د لرې کولو په موخه د استیناف محکمې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د موټر پلورنځیو ۷۰ تنو متصدیانو لپاره زده‌کړه ییزه برنامه جوړه شوه

د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست، د بټي‌کوټ ولسوالۍ او  د یاد ولایت د مارکو ساحې د موټرپلورنځیو دفترونو ۷۰ تنو متصدیانو او مسؤولینو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې. . .

BACK TO NEWS