۲۰۰ جریبه ځمکه په تخار ولایت کې امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۱:۱۱

د تخار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت په یاد ولایت کې له بېلابېلو ساحو څخه په لیدنې سره، ۲۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه او څه دپاسه ۱۶۰ جریبه نوره ځمکه یې استرداد کړه.

یاد شوي هیئت، د روژې میاشت په ۱۳ نېټه د سه شنبې په ورځ، د بنګي ولسوالۍ د غصب شویو ځمکو دوسیې مطالعه او بررسي کړې او ساحه یې هم له نږدې څخه بررسي کړه.

هیئت له د یادو شویو ځمکو له لیدنې او بررسۍ او له ځايي خلکو سره له خبرو څخه وروسته، ۲۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

دغه راز یاد شوي هیئت د روژې میاشت په ۱۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ، د فرخار د شهر کهنه ساحې ته ولاړ او غصب شوې ساحې یې له نږدې څخه ولیدلې او بررسي کړي.

په پایله کې، د دوسیو له بررسۍ او له ځايي خلکو سره له خبرو څخه وروسته مشخصه شوه چې یاده ساحه کې ۱۱۳ جریبه د اجارې وړ او ۵۰ جریبه زبور ځمکه موجوده ده چې یادې شوې ځمکې استرداد شوې او ډیر ژر په اجاره ورکول کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS