یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل شول

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۴:۲۱
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو د چارو ریاست د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفر د میاشتې په ۳ نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د انسجام د لوی ریاست رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري او د یاد وزارت نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د انسجام د لوی ریاست رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل  او هغوی خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

په دغو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکي د هغوی له مکلفیتونو او له دغې دندې سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۳ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان روغتیا په دویم داخلي او نړیوال نندارتون کې د عدلیې وزارت ګډون

 عدلیې وزارت د «افغانستان روغتیا» په دویم داخلي او نړیوال نندارتون کې چې د افغانستان د نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوی دی، ګډون کړی او لیدونکو ته د تقنیني اسنادو جریدې او همدارنګه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۴۰
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړېدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته، د جمادي‌الأولی د میاشتې په ۲۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې وزیر او د یاد کمېسیون رئیس، محترم شیخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه وزارت د خپرونو او عامه اړیکو رياست اړوند د پنځمې رتبې د یوه تش بست. . .

BACK TO NEWS