کندوز ولایت کې تر دې دمه نږدې ۷۱ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۹:۵۳
.

د کندوز ولایت د ځمکې دغصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت له والي ملا نثار احمد نصرت سره وکتل، ددغه هیئت د کړنو او ستونزو راپور یې له نوموړي سره شریک کړ.

په دغې کتنه کې، د کندوز ولایت د تخنیکي هیئت رئیس ددغه هیئت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه هیئت له تشکیل څخه تر دې دمه د مرکز او د حضرت امام صاحب، دشت ارچي، قلعه ذال، چهاردرې، خان آباد، آقتاش، ګلتپه او علي آباد ولسوالیو په کچه فعالیتونه او د غصب مخنیوی په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي او پر غصب شویو امارتي ځمکو جوړ شوي دیوالونه يې ویجاړ کړي دي.

دغه راز نوموړي وویل چې دغه هیئت له تشکیل څخه د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رجب المرجب میاشت تر پای پورې ۷۰۹۵۹ جریبه امارتي ځمکه تثبیت کړې او نږدې ۴۷۲۳۶ جریبه نوره امارتي ځمکه بررسۍ لاندې ده. نوموړي زیاته کړه چې نږدې ۲۳۰۰۰ جریبه ځمکه د هيئت لخوا استرداد شوې چې په اجاره به ورکړل شي. هغه زیاته کړه چې یاد هیئت د خلکو ترمنځ پر ځمکو ځینې شخړې هم حل او فصل کړي دي.

یاد شوي هیئت، ساحو کې د غصب د مخنیوي په برخه کې شته ستونزې له والي سره شریکې کړې، او پر اړوندو ادارو يې د همکارۍ او لازمو لارښوونو د صادرولو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د کندوز والي د هیئت لخوا ترسره شوي فعالیتونو او لاسته راوړنو تقدیر او ستاینه وکړه او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې له تخنیکي هیئت سره د ټولو ولسوالیو د سیمه ییزو مسوولینو د هر اړخیزې همکارۍ زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS