کندهار د عینو میني ښارګوټي په اړه ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۲:۳۲
.

د کندهار ولایت د عینو میني ښارګوټي د چارو په اړه ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۱۰ نېټه د عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د کندهار والي حاجي یوسف وفا، د افکو کمپنۍ دو تنه شریکان محمود کرزی او حامد هلمندی، ښاروال، د حج او اوقاف رییس، د عدليې رییس، د کرنې او اوبولګولو رییس، د ښار جوړولو رییس، د استیناف څارنوالۍ رییس، مستوفي، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس او د کندهار ولایت د اقتصادي شورا رییس او یو شمېر سوداګرو او تخنیکي انجنیرانو حضور درلود.

.

ناسته د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او په دوام کې یې د افکو کمپنۍ شریکانو او مسوولینو د عینو میني ښارګوټي په اړه هر اړخیزه بحث او خبرې وکړې او لازم معلومات یې شریک کړل.

وروسته له هغه د عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ پریکړه وشوه چې د عینو میني ښارګوټي د خدمتونو د وړاندې کولو او د زیربناو د جوړیدلو بهیر سمدستي پیل شي او د دغه ښارګوټي اوسیدونکو له پاره خدمتونه وړاندې شي.

د ناستې په پای کې د کرنې رییس د عینو میني د اوسیدونکو د غوښتنې پر اساس د دغه ښارګوټي د خدمتونو د وړاندې کیدلو او د زیربنایي چارو د جوړیدلو  پیل ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د عینو میني موظفې کمېټې هم دغه راز پریکړه کړې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS