کندز ولایت کې څه دپاسه ۴۰۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۱:۲۵
.

د کندز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ددغه ولایت خان آباد ولسوالۍ ته ولاړ او ددغې ولسوالۍ بېلابېلو کلیو کې څه دپاسه ۴۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت کړې.

هیئت د زرد کمر، لغماني قشلاق، ایشان توپ او چارتوت کلیو له مشرانو سره وکتل او د ځمکې د غصب په اړه يې هغوی ته معلومات وړاندې کړل او د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.

یاد هیئت ټینګار وکړ چې خلک باید د امارتي ځمکو له غصب او کښت څخه ډډه وکړي. د یادو کلیو اوسیدونکو هم د همکارۍ ژمنه وکړه او له اسلامي امارت څخه یې د جوړو شوو کورونو برخه کې، د همکارۍ غوښتونکي شوو.

دغه راز یاد هیئت د عملي کار له پاره ددغې ولسوالۍ ساحو ته ولاړ او له ۴۰۰۰ زرو جریبو څخه زیاته ځمکه یې زرد کمر، لغماني قشلاق، ایشان توپ او چارتوت کلیو کې بررسی او تثبیت کړه.

دغو ساحو کې انګړونو او کورونه ودان شوي او هیئت په یادو ځمکو کې نوي جوړ شوي دیوالونه ویجاړ کړل او مسوولینو ته یې دغې برخه کې لازمې لارښوونې وکړي.

.

په همدې حال کې، د لغمان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت علینګار ولسوالۍ ته سفر وکړ او د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.

یاده هیئت ددغې ولسوالۍ د ولسوال او د امنیه قوماندان په ملتیا اوي ناو ساحې ته ولاړ او د غاصبینو نوي ودانې شوې ودانۍ چې د هيئت له خبرتیا څخه وروسته جوړې شوې، ویجاړې کړې.

یاده ځمکه مخکې عامه مرعی تثبیت شوې وه او غاصبینو ته خبرتیا ورکړل شوې وه چې دغې سمیه له کور جوړولو څخه ډډه وکړي. په دغې ساحه کې د یو غاصب کور هم چې وړاندې يې د تخریب حکم صادر شوی وو هم یوڅه ویجاړ شو او د ځايي مشرانو په ضمانت نوموړي ته د اموالو د ایستلو اجازه ورکړل شوه.

هیئت د اوي ناو امارتي میدان کې هغه ودانې چې د غصب په قصد سره جوړې شوې، ویجاړې کړې او ټینګار یې وکړ چې هیڅوک حق نه لري چې امارتي میدانونو کې ودانې جوړې کړي.

ځایي مسوولینو ته هم د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونه وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS