کابو ۵۶۰۰ جریبه ځمکه په ننګرها او لوګر کې امارتي تشخیص شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۲ - ۱۵:۲۵

د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ له ګمبېرۍ سیمې څخه لیدنه وکړه او ۴۰۰۰ جریبه ځمکه یې امارتي تشخیص کړه. یاد هیئت له سیمه ییزو خلکو څخه وغوښتل چې په دغې سیمه کې د ځمکې له غصب څخه لاس واخلي.

سربېره پر دې، د پنځو نورو ولایتونو تخنیکي هیئتونو خپلې ناستې ترسره کړې او په هغو ولایتونو کې يې له غصب شوو سیمو څخه لیدنه وکړه.

د زابل ولایت تخنیکي هیئت، د نوو نمرو سیمه کې د قلات ښاروالۍ او دوه تنو اشخاصو ترمنځ دعوا بررسي کړه او د تبسخر له سیمې څخه یې لیدنه وکړه. یاد هیئت د دعوا له دواړو لورو اسناد وغوښتل او ددغې قضیې د حل د لارو په اړه یې بحث وکړ.

.

د لغمان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت په ناسته کې ددغه ولایت د درېو سیمو د امارتي ځمکو د غصب موضوع بررسي شو. د قرغیو ولسوالي په کاکڅ سیمه کې د ۹6 جریبه ځمکې په اړه پریکړه وشوه چې ددغې ځمکې د تثبیت په منظور د کرنې له وزارت څخه معلومات وغوښتل شي. دغه راز د ۱۲۰ جریبه ځمکې په اړه چې جبارخیل قوم غصب کړې  پریکړه وشوه چې یاده ځمکه دې په اجاره ورکړل شي. دغه راز،  د زنګوري سیمې د ۸۶ جریبه ځمکې په اړه هم تصمیم ونیول شو چې هیئت سیمه له نږدې بررسي کړي او له تثبیت څخه وروسته هغه په اجاره ورکړي.

په دغې ناسته کې په ولسوالیو کې د غصب شوو سیمو د بررسۍ له پاره هم هیئت تعیین شو. دغه راز تخنیکي هیئت د عمرزيي کیلي له شګې سیمې څخه لیدنه وکړه او د خلکو ودانییز کارونه یې په امارتي ځمکو ودرول او سرغړونکي یې امنیتي ارګانونو ته معرفي کړل.

1

د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د راتلونکې دوشنبې له پاره کاري پلان طرح شو او پريکړه ونیول شوه چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه د جوماتونو او غږیځو او تصویري رسنیو له لاري تبلیغ وشي. دغه راز پریکړه وشوه چې له ادارو څخه د هغو د جایدادونو او ملکیتونو په اړه معلومات وغوښتل شي او ددغه ولایت په کچه د قومونو له مشرانو سره یوه لویه غونډه جوړه او د ځمکې د غصب  او مقررې په اړه پوهاوی ورکړل شي.

1

د هلمند ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د یو شخص سندونه چې د یوې قطعې ځمکې د ملکیت ادعا یې درلودله، بررسي شول او مشخصه شوه چې یاد سندونه قباله نه ده بلکې ابرا خط دی.

د لوګر ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د ناظر، ملک او زرغون ښار کیلیو له دښتو څخه لیدنه وکړه او له قومي مشرانو او مخورو سره يې وکتل. د ناظر قلعې په دښته کې ۴۰۰ جریبه ځمکه او زرغون ښار کې هم ۱۲۰۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د پکتيا ولایت د مرستيال والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۱۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د پکتيا له مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۳
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۱۷مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۸
Background image

د عدلیې وزارت پنځه کلنه برنامه د مؤظفې کمېټې لخوا تایید شوه

 د عدلیې وزارت د پنځه کلنې برنامې د نهايي کولو په موخه د مؤظفې کمېټې ناسته د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۷مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد وزارت د مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر. . .

BACK TO NEWS