کابل ولایت کې څه دپاسه ۳۲۵ جریبه امارتي ځمکه تفکیک او تشخیص شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۴
.

د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت چهار آسیاب ولسوالۍ  ته ولاړ او څه دپاسه ۳۲۵ جریبه امارتي ځمکې چې له شخصي ځمکو سره مخلوطې شوې وې، تفکیک کړې.

دغه هیئت د چهار آسیاب ولسوالۍ نامونیاز کلي ته ولاړ او ۱۴۵.۷۸ جریب امارتي ځمکه چې یو شخص له خپل شخصي ځمکو سره مخلوطه کړې وه، تفکیک او بیاځلې امارتي تثبیت کړه.

په همدې توګه هیئت ددغې ولسوالۍ چهل دختران ساحه کې هم ۱۷۹.۷۹ جریب امارتي ځمکې له شخصي ځمکو څخه تفکیک او بیاځلې امارتي تثبیت کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS