کابل او پروان ولایتونو کې څه د پاسه ۹۰۰۰ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۱۴:۱۸
.

د کابل او پروان ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو په دغو ولایتونو کې له ځینو غصب شویو ساحو څخه لیدنه وکړه او دغو ولایتونو کې یې څه دپاسه ۹۰۰۰ جریبه امارتي ځمکه تشخیص او تثبیت کړه او هم یو اندازه تصفیه شوه.

د کابل ولایت تخنیکي هیئت، د ۱۷ ناحيې اړوند د بادام باغ تپه چې د فهیم د قبر په نوم مشهوره ده بررسي کړه او ۱۲۰ جریبه امارتي ځمکه په دغې ساحه کې تثبیت کړه. له یادې شوې ځمکې څخه ۴۱ جریبه د قبر اړوند ده او پاتې ۷۹ جریبه يې سپینه ځمکه ده.

یاد هیئت د خیرخانې لویدیځې برخه کې د ۱۷ ناحیې اړوند ۶۷۰۰ جریبه امارتي ځمکه هم تثبیت کړه. یاده ځمکه پخوا د غاصبینو لخوا پر خلکو پلورل شوې او پلاني او غیرپلاني تاسیسات په کې جوړ شوي. هیئت ددغې ساحې له متصرفینو څخه سندونه وغوښتل.

دغه راز د کابل ولایت تخنیکي هیئت، د ۱۷ ناحیې اړوند د صفا ښارګوټی هم بررسي کړ او په پایله کې ۲۶۴ جریبه امارتي ځمکه تثبیت کړه چې پر دغو ټولو ځمکو تاسیسات جوړ شوي دي. په همدې توګه دغه هیئت یاده ناحیه کې طلايي ښارګوټی چې ۴۲۶ جریبه ځمکه په کې شامله ده، بررسي کړ او د دواړو ښارګوټو د یادو شویو ساحو له متصرفینو څخه یې سندونه وغوښتل.

د خیرخانې د کوتل ختیځ هم ددغه هیئت پواسطه بررسي شو چې په پایله کې ۱۳۷۰ جریبه ځمکه امارتي تشخیص شوه. پر یاده ځمکه خلکو پلاني او غیرپلاني کورونه جوړ کړي او متصرفینو ددغې ځمکې په امارتي توب اعتراف وکړ.

ددغې کاري ورځ په ترڅ کې په ټوله کې ۸۸۸۰ جریبه امارتي ځمکه ددغه هیئت لخوا تشخیص او تثبیت شوه.

.

په همدې حال کې، د پروان ولایت تخنیکي هیئت د بګرام ولسوالۍ خم کلان ساحې ته ولاړ او دغې ساحه کې د ابراهیم خیل او صوفي بابا قومونو تصرف لاندې د ځمکو د قطعې شمېره، مساحت، موصوبه، پولې، د غاصب شهرت، د تاسیساتو ډول او اوسنۍ بیه مشخصه کړه.

یاد شوي هیئت د کار په ترڅ کې وشو کولای چې ۲۰۷.۱۶۶ جریبه ځمکه او کورونه دغې ساحه کې تصفیه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS