پکتیکا ولایت کې څه دپاسه ۲۱۸ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۱۰:۳۰
.

د پکتیکا او فاریاب ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو دغو ولایتونو کې له ځینو غصب شویو ساحو څخه لیدنه وکړه او د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.

د پکتیکا ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت خوشامند او شخیل ولسوالیو ته ولاړ او له ځايي مقاماتو سره د کتنې ترڅنګ یې، خوشامند ولسوالۍ کې ۲۱۸۰۷۲.۶ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص کړه.

یاد شوي هیئت د خوشامند او شخیل ولسوالیو له ځايي مقاماتو سره په کتنه کې د کمېسیون، تخنیکي هیئت او ددغه هیئت د مسوولیتونو په اړه معلومات وړاندې او له هغوی څخه د همکارۍ غوښتونکی شو.

یاد شوي هیئت په دغې کتنه کې وویل چې د کرنې مدیر په مشرۍ به یو ټیم په یادو ولسوالیو کې جوړ شي ترڅو د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې اقدام وکړي. دغه هیئت ټینګار وکړ چې ځايي مسوولین دې له خلکو څخه وغواړي چې د خپلو بې سندو ځمکو معلومات له یاد هیئت سره شریک کړي.

د دواړو ولسوالیو ځايي مسوولینو له هیئت سره د غصب شوی ځمکو د تثبیت او د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

.

په همدې حال کې د فاریاب ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد شوي هیئت هم په دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت خواجه ناموسی ولسوالۍ ته ولاړ او ددغې ولسوالۍ اوسیدونکو او مشرانو ته یې د کمېسیون په اړه معلومات وړاندې کړل.

دغه هیئت د یادو شویو ساحو اوسیدونکو ته معلوماتي استعلامونه وویشل او له هغوی څخه يې د امارتي ځمکو په اړه معلومات وغوښتل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS